۰

خلیلزاد: پاکستان کې د بشري حقونو نقض باید پای ومومي

شنبی ۲ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۳۷
د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په پاکستان کې د بشري حقونو “پراخ نقض” باید پای ومومي.
خلیلزاد: پاکستان کې د بشري حقونو نقض باید پای ومومي
د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په پاکستان کې د بشري حقونو “پراخ نقض” باید پای ومومي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیل‌زاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې عمران خان باید را خوشې شي، ځکه د ده په وینا، د پاکستان ولس د ښه وضعیت مستحق دی.

خلیلزاد دا غوښتنه د بښنې نړیوال سازمان د هغې اندېښنې په تړاو کړې چې وايي، په پاکستان کې د بلوڅانو غیر قانوني نیول له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

د پاکستان حکومت وړمه ورځ د بلوڅانو د مرکزي کمېټې همغږی کوونکی ببرګ بلوڅ او د هغه ورور حمال بلوڅ په کویټه ښار کې نیولي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي