۰

د شبرغان- مزار د ګازو لېږد پروژې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي

شنبی ۲ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۰۷
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د شبرغان- مزار د ګازو د لېږدولو پروژې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي دي.
د شبرغان- مزار د ګازو لېږد پروژې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د شبرغان- مزار د ګازو د لېږدولو پروژې چارې وروستي پړاو ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د شبرغان- مزار د ګازو د لېږد پروژه چې د دغه وزارت له مهمو پروژو ګڼل کېږي، د رغنیزو چارو وروستیو پړاوونو ته نږدې شوې او دا مهال پرې وروستۍ تخنیکي ازموینې ترسره کېږي.

د دغه وزارت ویاند وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به په بلخ کې د کیمیاوي سرې او ښیښې جوړولو فابریکې او دغه راز  د مزارشریف ښار اوسېدونکي له طبیعي ګازو ګټه واخلي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دا نل لیکه چې ۹۴.۵ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې چارې ۵۰ سلنه پرمخ تللې وې.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي