۰

عرب مشرانو د غزې بیارغونې لپاره د مصر طرحه تصویب کړې ده

چهارشنبه ۱۵ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۶
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، چې د غزې د بیارغونې لپاره د دې هېواد طرحه د عرب مشرانو له لوري تصویب شوې ده.
عرب مشرانو د غزې بیارغونې لپاره د مصر طرحه تصویب کړې ده
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، چې د غزې د بیارغونې لپاره د دې هېواد طرحه د عرب مشرانو له لوري تصویب شوې ده.

د الجزیرې د راپور له‌مخې، دا طرحه د عرب مشرانو په بېړنۍ غونډه کې چې پرون د مصر په پلازمېنه قاهره کې جوړه شوې وه، تصویب شوه.

دغه طرحه چې درې پړاوونه لري لومړی پړاو یې شپږ میاشتې دوام کوي، چې پکې د وېجاړیو پاکول، د موقتي کورونو جوړول او د نیمه‌ویجاړو کورونو بیارغونه شامل دي.

دویم پړاو یې چې دوه کاله دوام کوي، بیا هم پکې د ویجاړیو پاکول، د اوبو او برېښنا شبکو جوړول او د نورو استوګنیزو واحدونو جوړول شامل دي.

درېیمه مرحله یې، چې دوه‌نیم کاله دوام کوي، پکې د غزې د ټولو اوسېدونکو لپاره د کورونو جوړول، د صنعتي زون د لومړۍ فاز جوړول، د سوداګریزو بندرونو جوړول، د هوایي ډګر جوړول او نور عامه خدمتونه شامل دي.

په دې طرحه کې د غزې د بیارغونې لګښت ۵۳ میلیارده ډالر اټکل شوی.

جمهورخبري آژانس

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي