د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو او خبریالانو پر ملاتړ ټينګار کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت مرستيال په جوزجان کې د رسنيو د ملاتړ په پروګرام کې وايي، د رسنيو او خبريالانو د پياوړتيا او ملاتړ لپاره به هڅې ونه سپموي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستيال، قدرت الله جمال په دې اړه وايي: «موږ له رسنیو ملاتړ کړی او کوو یې. رسنۍ په اوسني حکومت کې خورا مهم ځای لري.»
له بلې خوا د جوزجان سيمه ييزو مسوولانو په دغه ولايت کې د رسنيو او خبريالانو له ملاتړ څخه ډاډ ورکوي او وايي، چې په دغه ولايت کې د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې هېڅ محدوديت نه شته.
د جوزجان والي، گل حیدر شفق بیا وايي: «موږ همېشه له تاسې ملاتړ کړی او کوو. تاسې باید د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې او د نظام اصولو ته ژمن اوسئ، لکه څرنګه چې موږ په تېر کې ملاتړ کړی و، همداسې به له دې وروسته هم همکاري کوو.»
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رييس، سیف الدین معتصم هم وايي: «موږ تر دې دمه د خصوصي او دولتي رسنیو ترمنځ کوم توپیر نه دی کړی چې کومه خصوصي رسنۍ وتړل شي یا له ستونزو سره مخ شي. دوی تل زموږ سره په هر ځای او هر غونډه کې ګډون کړی دی.»
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو پر بنسټ دمګړۍ په دغه ولايت کې دوه انځوريزې رسنۍ، ۱۱ غږيزې رسنۍ او ۲ چاپې رسنۍ فعاليت لري.