۰

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ماین پاکۍ پروګرام پیلیږي

چهارشنبه ۱ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۶
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې رییس نورالدین ترابي له «ایریا» موسسې سره د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ماین پاکۍ پروګرام د پلي کېدو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د ماین پاکۍ پروګرام پیلیږي
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې رییس نورالدین ترابي له «ایریا» موسسې سره د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ماین پاکۍ پروګرام د پلي کېدو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغې ادارې ویلي، چې د شوې هوکړې له مخې به یاده موسسه دغه اندازه پیسې په کابل، کاپیسا، پروان، دایکنډي، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، غزني، کندهار، هلمند، هرات، فراه، غور او کونړ ولایتونو کې له ناوچاوده توکو او ماینونو څخه د سیمو پاکولو، عامه پوهاوي او سروې برخو کې ولګوي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي