۰

چمپینز ټرافي؛ د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ نن لومړۍ لوبه ترسره کیږي

چهارشنبه ۱ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۲
ټاکل شوې نن ماسپښین یوه نیمه بجه د چمپینز ټرافي کرکټ سیالیو لومړۍ لوبه د پاکستان او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په کراچۍ ښار کې پیل شي.
چمپینز ټرافي؛ د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ نن لومړۍ لوبه ترسره کیږي
ټاکل شوې نن ماسپښین یوه نیمه بجه د چمپینز ټرافي کرکټ سیالیو لومړۍ لوبه د پاکستان او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په کراچۍ ښار کې پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په داسې حال کې چې په دې سیالیو کې افغانستان د لومړي ځل لپاره برخه اخلي، او د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په بي ګروپ کې سیالۍ ترسره کړي.

د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره پلان شوې او دویمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او دریمه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.

د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل چې پاکستان ته ولاړ شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي