۰

کونړ کې د ۱۲۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې

چهارشنبه ۱ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۰
کونړ کې د ۱۲۰ اعشاریه پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې دي.
کونړ کې د ۱۲۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې
کونړ کې د ۱۲۰ اعشاریه پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کونړ د کانونو او پټرولیم ریيس وایي، دغه ولایت کې د ۱۲۰ میلیونه او۵۵۰ زره افغانیو په ارزښت بیروج او ټوټکی ګران بیه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې.

نوموړی زیاتوي چې د داوطلبۍ دغه مراسم پرون د هېواد له ګوټ ګوټ د ګڼو سوداګرو او پانګوالو په ګډون د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د پېر او پلور په مارکېټ کې ترسره شوي دي.

اوسمهال د کونړ د چپې ‌درې او پېچ درې ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې د قیمتي ډبرو د کيندنې چارې روانې دي چې د مسوولینو په وینا، شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته په‌کې د کار زمینه برابره شوې ده.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي