په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف اعلان وکړ چې تیر کال یې ۳.۵ میلیونه افغان ماشومانو ته تعلیمي مواد ویشلي دي.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د کب اوله نیټه) په یوه بیان کې وویل چې تیر کال، د تعلیمي موادو ترټولو لویه اندازه، په شمول د کتابچو، قلمونو، درسي کتابونو، کڅوړو او نورو توکو، ماشومانو ته وویشل شول ترڅو دوی په ښوونځي کې غوره پیل ولري.
دغه صندوق ویلي چې دا د ښوونځي توکي په ټول افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومانو ته ویشل شوي دي.
جمهورخبري آژانس