۰

طالبان: داعش ډله د افغانستان په ګاونډي هېواد کې د بریدونو پلاونونه جوړوي

سی شنبه ۳۰ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۳
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع طلوع‌نیوز ته ویلي، چې داعش په افغانستان کې په بشپړ ډول ځپل شوی او هېڅ فېزیکي حضور نه‌لري.
طالبان: داعش ډله د افغانستان په ګاونډي هېواد کې د بریدونو پلاونونه جوړوي
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع طلوع‌نیوز ته ویلي، چې داعش په افغانستان کې په بشپړ ډول ځپل شوی او هېڅ فېزیکي حضور نه‌لري.

د جمهور آژنس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې د دوی د معلوماتو پر بنسټ د داعش ډلې بریدونه د افغانستان له پولو بهر او په ګاونډیو هېوادونو کې پلانېږي.

د عبدالمتین قانع په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي، چې له پولو بهر هم د داعش بریدونه خنثی کړي.

 قانع ویلي« داعش اصلاً په افغانستان کې حضور نه‌لري او صفر ته رسېدلي. موږ د هغوی حضور په بشپړه توګه ردوو، له بده مرغه هغه پېښې چې په دې وروستیو کې یې شاهد وو، له پولو بهر ریښې لري، دلایل او سندونه موجود دي، چې زموږ له ګاونډي هېوادونه پلانېږي او وګړي یې په کې ښکېل دي. موږ هڅه کوو له دغو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړو، چې هغوی (داعش) له پولو بهر هم له‌منځه یوسو.»

طالبان په داسې حال کې په هېواد کې د داعش د ځپلو په تړاو ډاډ ورکوي، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځینو غړو د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي