نړیوال پراختیايي مرکز په یوه راپور کې ویلي، د امریکا د مرستو ځنډول به د افغانستان په ګډون د بې وزلو هېوادونو لپاره ناوړه پایلې ولري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د مرستو له ۹۰ ورځني ځنډ وروسته، د نړیوالې پراختیا مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي چې له افغانستان سره د ټولو بهرنیو مرستو ۳۵ سلنه مرستې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا کېدې او د دغو مرستو په بندېدو سره به د افغانستان اقتصادي وده ۷ سلنه کمه شي.
د امریکا د نړۍوالې پراختیا د راپور لمخې، په تېرو درې کلونو کې امریکا له افغانستان سره درې میلیارده ډالره مالي مرسته کړې او د دغه هېواد تر ټولو لوی مالي مرسته کوونکی پاتې شوی دی.
خو د دغو مرستو محدودېدو له اقتصادي اړخه افغانستان د نړۍ له تر ټولو زیانمونکو هېوادونو ګرځولی دی.
جمهورخبري آژانس