۰

د وردګو- لوګر د ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو قرارداد لاسلیک شو

یکشنبه ۲۱ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۴
د طالبانو د ټولګټو چارو عامې وزارت اعلان کړی چې د میدان وردګو - لوګر د ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو لپاره له دوو کورنیو شرکتونو سره تړون لاسلیک کړی دی.
د وردګو- لوګر د ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو قرارداد لاسلیک شو
د طالبانو د ټولګټو چارو عامې وزارت اعلان کړی چې د میدان وردګو - لوګر د ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو لپاره له دوو کورنیو شرکتونو سره تړون لاسلیک کړی دی.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه وزارت ویاند اشرف حق شناس نن یکشنبه، د سلواغې ۲۱مه، په یوه بیان کې وویل چې د وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د وردګو-لوګر سړک د جوړولو لپاره له دوو شرکتونو سره د ۷۱۳ ملیون افغانیو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.
نوموړی زیاتوي د وردګو-لوګر سړک دوه پړاوونه لري، چې ټول اوږدوالی یې ۴۹ کیلومتره دی، او ۱۲۰ پلچکونه لري. دا سړک د وردګو ولایت د قلعه امیر د تنګې درې او د الوزي، دوغ آباد، شولک او بابوس سیمو څخه تیریږي، او د جوړولو کار به یې په ۱۶ میاشتو کې بشپړ شي.

د دې سړک لومړی پړاو، چې ټولټال اوږدوالی یې ۱۷.۴ کیلومتره دی، چې د جوړولو کار به یې شاوخوا ۴۷۳ میلیونه ۸۸۴ زره ۹۲۷ افغانۍ وي، د ICHCO ساختماني شرکت سره قرارداد شوی دی.

د دې سړک دوهم پړاو ټولټال ۳۱.۶ ​​کیلومتره اوږدوالی لري، او د جوړولو کار یې ۲۳۹ میلیونه ۴۴۸ زره ۳۷۸ افغانۍ لګښت لري، چې قرارداد یې د تابش امید ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره شوی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي