د جنوبي افریقا شل اوریز لیګ سیالیو پایلوبه د راشدخان په لوبډلمشرۍ ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډلې وګټله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پایلوبه چېکېپ ټاون او سنرایزر ایسټرن کپ لوبډلې د یو بل پر وړاندې مخ شوې و.
کېپ ټاون پکې سیالې لوبډلې ته په شلو اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۲ منډو هدف ټاکلی وو.
ایسټرن کپ لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشوای کړای د ۱۰۵ منډو په جوړولو سره ټول لوبغاړي وسوځېدل.
د جنوبي افریقا د شل اوریز سوداګریز لیګ کې شاملې لوبډلې د هند د کرکټ د غوره لیګ آی پي ایل د لوبډلو د مالکانو دي چې د نړۍ مشهوره لوبغاړي پکې لوبیږي.
د یادولو وړ ده، چې په ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډله کې د راشدخان تر څنګ دوه نور افغانلوبغاړي صدیق الله اتل او عظمت الله عمرزی هم لوبېدل.
جمهورخبري آژانس