د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) راپور ورکړی، چې شدیده لوږه په نړۍ کې د پراخېدو او زیاتېدو په حال کې ده او د افغانستان په ګډون په ۷۴ هېوادونو کې یې ۳۴۳ مېلیونه تنه تر اغېزې لاندې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه راپور پر بنسټ، په غزې، سوډان، سوېلي سوډان، هایټي او مالي کې، ۱.۹ مېلیونه تنه له قحطۍ سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز زیاته کړې، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره ۱۶.۹ مېلیارد ډالرو ته اړتیا لري، چې په نړۍ کې د خوړو له پلوه ۱۲۳ مېلیونه تر ټولو زیانمنو او ناامنو کسانو سره مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس