د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د قرغې بند په شاوخوا سیمو کې۳۰ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ۱۴مې ناحيې مسوولينو د دې ناحیې اړوند د قرغې بند په شاوخوا کې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په اړه اقدام کړى، چې په پايله کې يې يو شمېر جوړ شوي غير قانوني تاسيسات ويجاړ کړي دي.
په خبرپاڼه کې د یادې ناحیې د ښاري خدمتونو د مسوولینو له قوله ویل شوي، چې په تېرو کلونو کې يو شمېر غاصبينو او فرصت غوښتونکو په بېلابېلو پلمو د قرغې بند شاوخوا ځمکه کې د ناقانونه تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړی و، چې تر پېژندنې وروسته یې د ویجاړولو په اړه اقدام شوی دی.
د دوی په خبره په دې لړ کې تر اوسه ۳۰ جريبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې او دا لړۍ دوام لري.
جمهورخبري آژانس