۰

د امریکا دفاع وزیر: د افغان جګړې د ناکامۍ مسؤلین به وپوښتو

شنبی ۲۰ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۳
د امریکا د دفاع وزیر اعلان وکړ چې موږ به د افغانستان د جګړې د ناکامیو مسؤلین ځواب ورکولو ته راوغواړو.
د امریکا دفاع وزیر: د افغان جګړې د ناکامۍ مسؤلین به وپوښتو
د امریکا د دفاع وزیر اعلان وکړ چې موږ به د افغانستان د جګړې د ناکامیو مسؤلین ځواب ورکولو ته راوغواړو.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۹مه) په پنټاګون کې وویل چې موږ به هغه څه وګورو چې په افغانستان کې پیښ شوي او افراد به مسؤل وګڼو، نه د بیاکتنې لپاره، نه د سزا ورکولو لپاره، بلکې د دې پوهیدو لپاره چې څه غلط شوي او ولې پدې قضیه کې هیڅ مسؤلیت نه دی ورکړل شوی.

هېګسټ په افغانستان کې د امریکا ناکامه جګړه، پر اوکراین د روسیې برید او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییلو د حماس ناڅاپي برید ته هغه پیښې وویل چې د امریکا د ځواک په اړه یې نړیوال نظر له منځه وړی او هیواد یې کمزوری ښودلی دی.

هغه خبرداری ورکړ چې دا د نړیوالې بې ثباتۍ خطر زیاتوي.

هغه زیاته کړه چې ګډوډي هغه وخت رامنځته کیږي کله چې د امریکا د ځواک په اړه پوهه بشپړه نه وي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي