د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې د افغانستان او سیمې څخه د داعش لخوا د رامنځته شویو ګواښونو په اړه به یوه ځانګړې غونډه وکړي او دا ګواښونه به وڅیړي.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن سهار (د سلواغې ۲۰مه) په یوه بیان کې وویل چې شورا به په دې غونډه کې د سازمان د سرمنشي انتونیو ګوتریس د شپږ میاشتني راپور بیاکتنه هم وکړي.
ټاکل شوې ده چې دا غونډه د دوشنبې په ورځ (د فبروري ۱۲مه) ترسره شي، او غړي به یې له افغانستان او سیمې څخه د داعش لخوا رامنځته شوي ګواښونه وڅېړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې راپور کې ټینګار وکړ چې د داعش خراسان څانګه د افغانستان دننه او بهر دواړو لپاره یو ګواښ دی.
د یادونې وړ ده چې طالبانو پخوا په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو شتون او فعالیتونه رد کړي او ویلي یې دي چې دوی دا ډله ځپلې ده.
جمهورخبري آژانس