۰

پاکستان و افغانستان ته یو پلاوی رالېږي

شنبی ۲۰ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۴
د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیاو د زیاتېدو په تړاو له اندېښنو وروسته، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي چې افغانستان ته به یو پلاوی واستوي.
پاکستان و افغانستان ته یو پلاوی رالېږي
د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیاو د زیاتېدو په تړاو له اندېښنو وروسته، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي چې افغانستان ته به یو پلاوی واستوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا حکومت تر دې وړاندې له افغان لوري سره اړیکه نیولې وه، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د ټینګښت لپاره د یوې جرګې د استولو په تړاو خبرې وکړي.

د جیو نیوز د راپور یوه برخه کې راغلي، د خیبر پښتونخوا حکومت په افغانستان او پاکستان کې د سولې د ټينګښت په موخه افغانستان ته د جرګې د استولو په تړاو له افغان لوري سره اړیکه نیولې ده، خو دا غونډه سعودي عربستان ته د طالبانو د دوو مهمو دولتي چارواکو د سفر له امله ځنډېدلې ده.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي