۰

ترکیه کې د ککړو شرابو څښلو له امله ۳۳ کسان مړه شوي

شنبی ۲۰ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۰
د ترکیې په پلازمېنې انقره کې چارواکو ویلي، چې پرون د ککړو شرابو د څښلو له امله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۰ نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ترکیه کې د ککړو شرابو څښلو له امله ۳۳ کسان مړه شوي
د ترکیې په پلازمېنې انقره کې چارواکو ویلي، چې پرون د ککړو شرابو د څښلو له امله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۰ نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د انقرې والي واصف شاهین ویلي، پولیسو ۱۰۲ ټنه ناپاکه الکول ضبط کړي او ۱۳ کسان یې د دې الکولو د پلورلو په شک نیولي دي.

که څه هم والي د دې پېښو دقیق وخت نه دی ښودلی، خو د هغه د دفتر په اېکس پاڼه لیکلي، چې په وروستیو ورځو کې د جعلي الکولو له کبله د خلکو د مړینې کچه زیاته شوې ده.

تېره میاشت، په استانبول کې د ککړو الکولو څښلو وروسته د څلورو ورځو په ترڅ کې ۳۸ تنه مړه شوي وو.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي