۰

تېره میاشت څه باندې ۱۸ زره افغانان له پاکستانه راستانه شوي

شنبی ۲۰ دلو ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۷
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي، یوازې د روان زیږیز کال د جنورۍ په میاشت کې ۱۸ زره او درې سوه افغانان له پاکستانه راستانه شوي دي.
تېره میاشت څه باندې ۱۸ زره افغانان له پاکستانه راستانه شوي
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي، یوازې د روان زیږیز کال د جنورۍ په میاشت کې ۱۸ زره او درې سوه افغانان له پاکستانه راستانه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې په دغو راستنو شویو کې شاوخوا زر کسان په جبري ډول افغانستان ته استول شوي چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې نیول شوي وو.

راپور زیاته کړې چې په راستول شویو زرو کسانو کې ۸ سوه کم او زیات یې ښځې او ماشومان دي چې د بېلابیل ډول اسنادو درلودونکي دي.

راپور زیاته کړې چې دا شمېر د تېر کال په پرتله دوه چنده زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي