د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت د مرکز اړوند په کچور سیمه کې د بېرې مصنوعي ځنګل د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره د بېرې دغه مصنوعي ځنګل پر ۳۰ هکټاره ځمکه د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ د ۹ میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د دې ځنګل په جوړېدو سره به ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او دغه رازکرنېزې ځمکې به د سېلابونو له خطر څخه وساتل شي او د دې ترڅنګ د شاتو مچیو کاروباریانو ته به د شاتو د تولید ښه زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په قرغیو ولسوالۍ کې هم ورته ځنګلونه جوړ شوي دي.
جمهورخبري آژانس