۰

پزشکیان او پوتین په افغانستان کې د ثبات پر ټينګښت ټینګار وکړ

یکشنبه ۳۰ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۲
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له خپل روسي سیال سره په یوې ګډې خبري ناسته کې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو پر اهمیت ټينګار کړی دی.
پزشکیان او پوتین په افغانستان کې د ثبات پر ټينګښت ټینګار وکړ
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له خپل روسي سیال سره په یوې ګډې خبري ناسته کې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو پر اهمیت ټينګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پزشکیان ویلي چې، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو له هغې ډلې د سیمه‌ییزو همکاریو او د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.

د ایران ولسمشر تاجیکستان ته تر سفر وروسته روسیې ته ولاړ او له ولادیمیر پوتین سره یې په یو ګډې خبري ناسته کې وویل:«پر یو لړ سیمه‌ییزو مسایلو له هغې ډلې منځني ختیځ، قفقاز په تړاو د نظر ادلون بدلون او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر ټینګښت ټینکار وشو.»
مسعود پزشکیان زیاته کړې چې، له ولادیمیر پوتین سره یې په سوېلي فققاز، سوریې او منځني ختیځ کې د همکاریو په هکله هم خبرې اترې کړې دي.

په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې ایران او روسیه له هغو هېوادونو دي چې، له طالبانو سره یې نږدې اړیکې لرلي او وخت ناوخته د دغو هېوادونو استازي افغانستان ته راغلي دي.

جمهورخبري آژآنس

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي