۰

روزګان کې د ۴ میلیونه ډالرو په لګښت د رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

یکشنبه ۳۰ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۹
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې په روزګان ولایت کې د ۴ میلیونه ډالرو په لګښت د بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.
روزګان کې د ۴ میلیونه ډالرو په لګښت د رغنیزو پروژو چارې پیل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې په روزګان ولایت کې د ۴ میلیونه ډالرو په لګښت د بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، دغه پروژې د روزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د یاد ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام لخوا پيل شوې.

د مسوولینو په خبره دغه پروژې د ټرانسپورټ او اوبولګولو په برخه کې دي، چې د تطبیق په بهیر کې يې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې په اړوندو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي