د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه یې په افغانستان کې د پاکو اوبو د برابرولو ۱۵۷ پروژې پلي کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یونیسف د مسوولینو په خبره، د دغو پروژو له پلي کېدو سره سم، څه باندې ۶۳۳ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
د هېواد په بېلابېلو برخو کې پرلپسې وچکالۍ او ترځمکې لاندې اوبو د کچې کمېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
بلخوا، د یوناما مشره د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څلورمې غونډه ته په وینا کې خبرداری ورکړی چې، کابل ښار کې به تر ۲۰۳۰ زېږیز کاله ترځمکې لاندې اوبه پایته ورسېږي.
د طالبانو چارواکي وایي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اوبو کمښت د مدیریت لپاره د کانالونو، چیک ډیمونو او د اوبو د لویو بندونو د جوړولو په څېر پروګرامونه لري.
جمهورخبري آژانس