۰

د بغلان برېښنا ریاست ۶۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۳۹
د بغلان د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې په تېرو ۸ میاشتو کې دغه ریاست څه باندې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د بغلان برېښنا ریاست ۶۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي
د بغلان د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې په تېرو ۸ میاشتو کې دغه ریاست څه باندې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د بغلان د برېښنا رییس سردارولي حمزه وايي، چې د روان ۱۴۰۳ کال د وري میاشتې له پیل څخه د لړم میاشتې تر پایه پورې ۶۰۶ میلیونه، ۱۰۳ زره او ۵۰۳ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.

حمزه زیاته کړې چې په شفاف ډول د عوایدو راټولو ته ژمن دي او هڅه به وکړي څو په پراخ ډول سره د برېښنا بلونو، باقیداري او نورو خدمتونو له لارې عواید راټول کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي