۰

هېواد کې د ناوړه رواجونو د مخنیوي په موخه کړنلاره تصویب شوه

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۳۵
د طالبانو د چارو ادارې د خبر پاڼې له مخې، د دوی د مشرتابه د حکم او د همدې ادارې د رییس په مشرۍ پرون د یو شمېر وزارتونو، ریاستونو، علماوو شوراګانو او استازو په ګډون هېواد کې د بدو رواجونو مخنیوي په موخه غونډه شوې.
هېواد کې د ناوړه رواجونو د مخنیوي په موخه کړنلاره تصویب شوه
د طالبانو د چارو ادارې د خبر پاڼې له مخې، د دوی د مشرتابه د حکم او د همدې ادارې د رییس په مشرۍ پرون د یو شمېر وزارتونو، ریاستونو، علماوو شوراګانو او استازو په ګډون هېواد کې د بدو رواجونو مخنیوي په موخه غونډه شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې غونډه کې د بدو رواجونو د مخنیوي په موخه کړنلاره ترتیب او تصویب شوې چې تر منظورۍ وروسته به د هېواد په کچه ګټور اقدام وي.

د سرچېنې په خبره، غونډه کې هغه بد رواجونه تثبیت شول چې په افغاني ټولنه کې دود دي، له شریعت سره په ټکر کې دي او له کلونو راهیسې د افغانستان په زیاتو سیمو کې یې خلک له اقتصادي، اخلاقي او ټولنیزو عواقبو څخه کړیږي.

د یادونې وړ ده، چې دا پرېکړه داسې مهال ترسره کیږي چې دمګړۍ په افغاني ټولنه کې ملا ماتوونکو رواجونو ځوان قشر له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي