۰

په څلورو ولایتونو کې ترافیکي پېښو ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۲۹
د هېواد په ۴ ولایتونو کې د جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په څلورو ولایتونو کې ترافیکي پېښو ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د هېواد په ۴ ولایتونو کې د جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینو ویلي، دا پېښې په هلمند، جوزجان، غزني او دایکندي کې شوې، چې ۱۱ کسان په کې مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې د چلوونکي په ګډون د یوې کورنۍ پنځو غړو ژوند بایللی دی.

ورته مهال سرچینو ویلي چې درې کسان بیا د شبرغان – خواجه دوکوه ولسوالۍ پر لار د یوې کرولا او ټانکر موټر په ټکر کې مړه شوي دي.

دغه راز د غزني په مرکز کې ترافیکي پېښې یو کس مړ کړی او څلور نور یې ټپيان کړي دي.

د یادو ترافیکي پېښو لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې روان کال په هېواد کې د ترافیکي پېښو کچه پام وړ ډېره شوې ده.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي