د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف اى او) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په پکتیا ولایت کې پر ۲زره۷۱۸ هکټاره ځمکه ځنګل جوړ شوى دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې د ځنګلونو له وهلو سره د مبارزې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو یادې ادارې دغه راز ویلي، چې په پکتیا کې ځنګل جوړونه له ۲۰۱۹ کال راهیسې د نړیوال چاپېریال ادارې په مرسته ترسره شوې ده.
د یادې ادارې د مالوماتو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې په پکتيا کې ۴٠٠ زره نيالګي کېنول شوي دي. اېف اى او تېره اوونۍ په یوه راپور کې ویلي وو، چې هر کال د هېواد ۰،۲ سلنه ځنګلونه له منځه ځي.
د دغه سازمان د مالوماتو له مخې، له ۲۰۰۰ کال راهیسې یوازې په خوست ولایت کې له ۱۵زره۳۰۰ هکټاره ځنګلونو څخه ۲۷۸ هکټاره ځمکه له منځه تللې ده.
جمهورخبري آژانس