د روسیې د پارلمان غړو په دغه هیواد کښې د ترهګرو ډلو له فهرست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو طرحې ته مثبته رایه ورکړه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې روسي رسنیو د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۱ مه) راپور ورکړ چې د دغه هېواد پارلمان د دغه هېواد د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د نوم د لرې کولو طرحه ته مثبته رایه ورکړه.
د روسیې په پارلمان کې د دغه لایحې تصویب له طالبانو ډلې سره د دغه هیواد د اقتصادی اړیکو د پراخولو په خاطر تصویب شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د روسيې په دولتي ادارو کې د طالبانو ډله د يوې تروريستي ډلې په توګه پېژندل شوې وه.
جمهورخبري آژآنس