۰

پروان کې لوستو ځوانانو لپاره د کاري زمینو د برابرولو هڅې پیل شوې دي

دوشنبه ۱۹ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۴
د پروان د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له پوهنتونه فارغ ځوانان په حکومتي ادارو کې په دندو ګماري.
پروان کې لوستو ځوانانو لپاره د کاري زمینو د برابرولو هڅې پیل شوې دي
د پروان د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له پوهنتونه فارغ ځوانان په حکومتي ادارو کې په دندو ګماري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی وایي، په همدې موخه یې دغه ولایت کې له لوستو ځوانانو د اسنادو راټولولو لړۍ پیل کړې ده. 

د پروان د کار او ټولنیزو چارو رییس، قدرت الله ذاکر و ویل: « هغه کسان چې ښوونیزو اسناد لري او اوس مهال پې کاره وي، کولای شي موږ ته خپلې سې وي راکړي، موږ دوی بېلابېلو ارګانونو ته ور پېژنو څو کاري زمینه ورته برابره شي.»

ورته مهال پروان کې ځینې ځوانان وايي، هېواد کې د کاري زمینو نشتوالي له امله ډېری ځوانان ناقانونه کډوالۍ ته مخه کوي. 

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي