۰

د وارداتي برېښنا پرې کېدو د هرات خلک له ستونزو سره مخ کړي

دوشنبه ۱۹ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۶
د هرات ولایت ځايي سرچینو ویلي، چې د ایران له وارداتي برېښنا پرې کېدو سره هممهاله، د ترکمنستان وارداتي برېښنا هم پرې شوې ده.
د وارداتي برېښنا پرې کېدو د هرات خلک له ستونزو سره مخ کړي
د هرات ولایت ځايي سرچینو ویلي، چې د ایران له وارداتي برېښنا پرې کېدو سره هممهاله، د ترکمنستان وارداتي برېښنا هم پرې شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت ځایي چارواکو هم منلې چې د سړې هوا له کبله د ترکمنستان وارداتي برېښنا مزي د هرات کشک‌رباط ولسوالۍ اړوند په (بند بقرچر) سیمه کې پرې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له پرون سهار راهیسې هرات ته د ایران وارداتي برېښنا هم پرې شوې چې له کبله یې دا ولایت له بشپړې تیارې سره مخ شوی دی.

د یادولو وړ ده چې هر کال د ژمي په راسېدو سره په هېواد کې په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې د برېښنا پرچاوي ډېرېږي.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي