۰

ایران:په ټول توان سره د سوریې د حکومت ملاتړ کوو

شنبی ۱۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۵
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د عراق او سوریې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په یوه خبري غونډه کې وویل چې هېواد یې په ټول توان د سوریې ملاتړ کوي.
ایران:په ټول توان سره د سوریې د حکومت ملاتړ کوو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د عراق او سوریې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په یوه خبري غونډه کې وویل چې هېواد یې په ټول توان د سوریې ملاتړ کوي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ایران، سوریې او عراق د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په یوه خبري ناسته کې ګډون او خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغه کتنه کې وویل: تکفیری ترهګرې ډلې بې له شکه دغه حملې د امریکې او صهیونیسټانو دسیسې ترسره کوی، د التحریر الشام ډلې د سوریې د خلکو او حکومت پرضد بریدونه پیل کړل چې د سوریې حکومت، خلک او پوځ ورسره مخامخ دي او موږ په دې برخه کې خپل ملاتړ اعلان کړ.

عراقچي زیاته کړه چې ایران تل د سوریې ملاتړ کړی او کوي به یې او موږ به په ټول قوت او هر هغه څه چې ورته اړتیا وي د سوریې ملاتړ کوو.

د ایران، عراق او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې ګډه اعلامیه د بغداد په کوربه توب د ایران، عراق او سوریې د بهرنیو چارو د وزیرانو د درې اړخیزې غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره شوه.

د دغې خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې په ټولیزه توګه د سیمې پر وړاندې د ننګونو او په تېره بیا په سوریه کې د وروستیو امنیتي پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.

د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سوریه کې د پېښو خطرونو او د سیمې د ټولو خواوو لپاره د هغې حساسیت او د هغې د ابعادو د پراخېدو احتمال ته اشاره وکړه، چې دا به د درې واړو هېوادونو لپاره سخت خطر او د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.

درې واړو بهرنیو چارو وزیرانو په بېلابېلو بڼو ترهګري وغندله چې امنیت شورا یې د تروریستي ډلو په توګه په رسمیت پېژندلي او له هغې سره د مقابلې لپاره یې د ګډو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.

حمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي