شمال کې د ډبرو سکرو د دویمې ربعې په عوایدو کې زیاتوالی راغلی

10 قوس 1403 ساعت 12:48

د اروزګان د اقتصاد ریاست مسوولینو د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې د ۵ میلیونه ۵۷۹ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی.


د شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت مسوولین وايي، د روان کال په دویمه ربعه کې یې عواید ۳۸۱ میلیونه افغانۍ زیات شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت ویاند عزت الله حماس وايي، چې دغه شرکت د روان کال په لومړۍ ربعه کې یو میلیارد او په دویمه ربعه کې یو میلیارد او ۳۸۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د دویمې ربعې عواید ۳۸۱ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښيي او دغه عواید د دولت خزانې ته تحویل شوي دي.

د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت رییس عبدالله حامد وايي، چې د شمال د ډبرو سکرو شرکت د دولتي او غیردولتي د ډبرو سکرو د کانونو شمېر څه باندې پنځه زرو کانونو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې په تېر کې د دې کانونو شمېر ۱۰۲۸ کانونو ته رسېده.
 
جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178210

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178210/

جمهور
  https://www.jomhornews.com