ډبلیو‌اېف‌پي: روان کال مو افغانستان کې ۱۰.۵ زره کسانو سره مرسته کړې

10 قوس 1403 ساعت 12:42

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې روان کال یې په ټول افغانستان کې له ۱۰.۵ مېلیونه کسانو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده.


د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې روان کال یې په ټول افغانستان کې له ۱۰.۵ مېلیونه کسانو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پروګرام پر اېکس پاڼه لیکلي، له دغو مرستو سره به دغه خلک د خپلو ماشومانو پالنه وکړي، سیمه‌ییز اقتصاد ته به وده ورکړل شي او ټولنه به ورسره ځواکمنه شي. په دغه لیکنه کې د المان او سویډن مرستو ته اشاره شوې ده.

خو وخت ناوخت دغه بنسټ د بودجې د کمښت له امله د مرستو د کموالي خبرونه هم خپروي.

تر دې وړاندې د روانې میاشتې په ۱۳مه نېټه د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و، د بودجې د کمښت له امله نه شي کولی چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره دوه مېلیونه مېرمنو او ماشومانو ته د اړتیا ود خواړه چمتو کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178209

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178209/

جمهور
  https://www.jomhornews.com