له بلخ څخه د قره‌قل پوستکي صادرات ۸۰ سلنه ډېر شوي

10 قوس 1403 ساعت 12:39

د تېر کال په پرتله سږ کال له بلخ ولایت څخه د قره قل پوستکي صادرات ۸۰ سلنه ډېر شوي دي.


د تېر کال په پرتله سږ کال له بلخ ولایت څخه د قره قل پوستکي صادرات ۸۰ سلنه ډېر شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت د قره قل ریاست مسوولینو وايي، چې په تېرو اتو میاشتو کې، څه باندې ۹۲ زره د قره قل پوستکي د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپا ته صادر شوي دي.

په ورته وخت کې د قره قل خولۍ یو شمېر صنعتکاران له د طالبانو له حکومته د دې صنعت د ملاتړ غوښتنه کوي.

د قره قل پوستکی د نوي زېږېدلي اوریانو څخه ترلاسه کېږي او له هغه څخه خولۍ، چامپرونه او نورې جامې هم جوړیږي.

په همدې حال کې د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، د قره قل له صنعتکارانو سره د مرستې لپاره پلانونه په لاس کې لري.

قره قل د هېواد یو له مهمو صادراتي توکو څخه دی او د نړۍ په کچه ځانګړی کیفیت او شهرت لري او دغه صنعت د هېواد په شمالي ولایتو کې، د ودې په حال کې دی.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178208

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178208/

جمهور
  https://www.jomhornews.com