کرنې وزارت: هېواد کې د چرګانو د فارمونو شمېر ۱۵ زرو ته رسېدلی

10 قوس 1403 ساعت 9:21

د طالبانو کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې د چرګانو د فارمونو شمېر له درې زرو شاوخوا ۱۵ زرو ته رسېدلی.


د طالبانو کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې د چرګانو د فارمونو شمېر له درې زرو شاوخوا ۱۵ زرو ته رسېدلی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند زیاتوي، دمګړۍ افغانستان د چرګانو د غوښې د تولید برخه کې کابو ځان بسیاینې ته رسېدلی.

له دې سره سم په کابل کې د چرګانو د فارم لرونکو ټولنه هم په هېواد کې، د چرګانو د فارمونو او د چرګانو د غوښې د تولیدي کارخونو له معیاري والي ډاډ ورکوي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 178197

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178197/

جمهور
  https://www.jomhornews.com