چین کې له افغانستان سره د بشري مرستو د پياوړتیا په موخه ناسته شوې

10 قوس 1403 ساعت 9:07

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، د دغې ټولنې عمومي رییس چین ته د سفر پر مهال د نړيوال فدراسيون د اسيا څانګې له مسوول الکساندر متيو سره ناسته کړې.


د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، د دغې ټولنې عمومي رییس چین ته د سفر پر مهال د نړيوال فدراسيون د اسيا څانګې له مسوول الکساندر متيو سره ناسته کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې ناسته کې د افغانستان د بشري وضعیت په ښه‌والي، د اړمنو وګړو د ملاتړ، او د ژمي لپاره د بېړنیو مرستو په برابرولو خبرې شوې. متيو د سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه کړې او د دوامداره مرستو ژمنه یې کړې ده.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 178195

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178195/

جمهور
  https://www.jomhornews.com