په ابوظبۍ کې د طالبانو سفیر د متحده عربي اماراتو د دولت له مشر سره وکتل

10 قوس 1403 ساعت 8:55

په ابوظبۍ کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین حقاني له شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل او افغانانو ته یې د بندیانو د لېږد او ویزو په برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه.


په ابوظبۍ کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین حقاني له شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل او افغانانو ته یې د بندیانو د لېږد او ویزو په برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن شنبې (د لندۍ ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په متحده عربي اماراتو کې د دغې ډلې سفیر مولوي بدرالدین حقاني… د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

سرچینه وايي، دواړو لورو د افغانستان د عمومي وضعیت، پرمختګونو او فرصتونو په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د طالبانو د ډلې سفير افغانستان ته له متحده عربي اماراتو څخه د افغان بنديانو د لېږد او افغانانو ته د ويزو د ورکولو په برخه کې د اسانتياوو د برابرولو غوښتنه وکړه.

طالبانو ویلي چې د اماراتو مشر دغه ډله خپل ورور بللې او له دې ډلې سره یې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178190

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178190/

جمهور
  https://www.jomhornews.com