د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي، د اسلامي امارت د مشر له لوري، د ولسوالیو په کچه د ۳۱۸ روغتونونو د بودیجې له منظورېدو خبر ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جلالي په کابل کې د افغان- جاپان او انتاني روغتونونو د تشخیصي مرکزونو د جوړولو پروژې په پرانیستغونډه کې ویلي چې اوس یوازې په ۹۲ ولسوالیو کې روغتونونه موجود دي.
نوموړي و ویل«افغانستان د شاوخوا ۴۰۰ ولسوالیو نه موږ په ۹۲ ولسوالیو کې، کې د ولسوالیو په کچه روغتون چې، ډي اېچ ورته وايي له هغې برخمن یو. نورې سپينې ساحې دي چې، د ولسوالۍ د کچې روغتون نهلري. د اسلامي امارت مشر د خپل ځانګړي مهربانۍ او شفقت له مخې د کال په منځ کې موږ ته د دغو روغتونونو لپاره چې ۳۱۸ ولسوالیو کې روغتونونه جوړ شي بودیجه راکړه.»
جمهورخبري آژآنس