۰

د اقلیمي بدلون منفي اغېزو افغانستان له ډېرو ننګونو سره مخ کړی

پنجشنبه ۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۷
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان د اقلیمي بدلون منفي اغېزې د بشري وضعیت د خرابېدو لامل شوې دي.
د اقلیمي بدلون منفي اغېزو افغانستان له ډېرو ننګونو سره مخ کړی
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان د اقلیمي بدلون منفي اغېزې د بشري وضعیت د خرابېدو لامل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې کمېټې زیاته کړې، چې دې چارې افغانستان له زیاتېدونکو ننګونو سره مخ کړی دی.

د راپور له مخې، افغانستان اوس د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی، چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر زیانمنونکی دی، چې د افغانستان پر چاپېریال، اقتصاد او نفوس یې ناوړه اغېز کړی دی.

دې کمېټې ویلي چې دوی هڅه کوي، په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغېزو په کمولو او تطبیق کې مرسته وکړي او د اوبو د ښه مدیریت او دوامداره برېښنا رسولو او په هېواد کې د کرنې معیشت ساتنې له لارې د خلکو ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي