۰

افغانستان بانک: د ځینو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی

پنجشنبه ۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۴
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې د تېر کال لړم میاشتې په پرتله، سږ کال په همدې میاشت کې د ځینو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.
افغانستان بانک: د ځینو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې د تېر کال لړم میاشتې په پرتله، سږ کال په همدې میاشت کې د ځینو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد بانک د ویاند دفتر د مالوماتو له مخې؛ دغه بانک د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ مالي کلونو په لړم میاشت کې د افغانیو پر وړاندې د اسعارو بیې مقایسه/پرتله کړې او په ډاکه کړې یې ده چې “افغانۍ” د ایراني ریال پر وړاندې ۲۶.۱۹ سلنه، د ترکي لېرې پر وړاندې ۱۸.۳۴ سلنه، د یورو پر وړاندې ۵.۰۴ سلنه، د امریکایي ډالر پر وړاندې ۲.۰۵ سلنه، د پاکستانۍ روپۍ پر وړاندې ۲.۰۹ سلنه او د هندۍ روپۍ پر وړاندې ۱.۳۲ سلنه لوړه شوې ده.

د افغانستان بانک، د پولي سیاستونو بریالی تطبیق، د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د لوړېدو عامل بللی او ژمنه یې کړې ده چې دغه بانک به هڅې وکړي، څو د افغانۍ له ارزښت څخه په ښه ډول ساتنه وکړي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي