د طالبانو ډلې د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د بامیان ولایت پر یو شمېر ښوونکو خوراکي مواد وېشلي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دغه هېواد د پوهنې وزارت چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، د شنبې په ورځ ( د لړم ۲۹ مه) د یوې خیریه موسسې په همکارۍ او د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ د باميانو ولايت په يو شمېر ښوونکو د ژوندانه د اړتيا وړ توکي وويشل شول.
په دغو کڅوړو کې اوړه، غوړي او لوبیا شامل دي چې د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ د ښوونځیو په ۹۳۵ ښوونکو، اداري او خدماتي کارکوونکو وویشل شول.
طالبانو ویلي، چې دغه پروګرام به په راتلونکي کې د دې ولایت د نورو ولسوالیو په ښوونځیو کې هم عملي کړي.
جمهورخبري آژانس