۰
پاکستان چین ته:

د دې وخت رارسېدلی چې د افغان طالبانو پر وړاندې یو اړخیز دریځ غوره کړو

سی شنبه ۲۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۰
پاکستان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د هغې د ملګرو له خوا د افغان خاورې د کارولو په اړه چین ته خبرداری ورکړی او تازه شواهد یې شریک کړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان څنګه سیمه ییز امن ته ګواښ پېښوي.
د دې وخت رارسېدلی چې د افغان طالبانو پر وړاندې یو اړخیز دریځ غوره کړو
پاکستان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د هغې د ملګرو له خوا د افغان خاورې د کارولو په اړه چین ته خبرداری ورکړی او تازه شواهد یې شریک کړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان څنګه سیمه ییز امن ته ګواښ پېښوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ایکسپریس ټریبیون په خپل تازه راپور کې لیکلي، رسمي سرچینو ویلي، چې دغه شواهد د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د چین له سفیر او استازي یوو شیاوانګ سره د لیدنې پر مهال شریک شوي دي.

باید وویل شي، چې په افغانستان کې د چین لوړپوړي ډیپلومات څو ورځې وروسته له هغې پلازمېنې ته سفر وکړ، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه د وروستیو پرمختګونو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړ.

ایکسپریس ټریبیون لیکي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د چین ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل. د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: "دواړو لورو له افغانستان سره د اړیکو په اړه نظرونه تبادله کړل او د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره یې د ګاونډیو هېوادونو پر حیاتي رول ټینګار وکړ."

خو سرچینو ویلي چې پاکستان د چین سفیر ته د افغانستان د روان وضعیت او د دغه هېواد له خاورې د تحریک طالبان پاکستان په څېر د ترهګرو ډلو له خوا د کارولو په اړه معلومات ورکړل.

سرچینې وویل، د اسلام اباد چارواکو له چینايي ډیپلوماټ سره د پولې په اوږدو کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه قوي شواهد شریک کړي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي.

د چین استازي ته وویل شول چې افغان طالبان د پاکستان او نړیوالې ټولنې له پرله پسې غوښتنو سره سره د دې ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره کافي اقدام نه کوي.

پاکستاني چارواکو د چین استازي ته ویلي چې د دې وخت رارسېدلی چې د افغان طالبانو پر وړاندې یو ټولیز دریځ غوره کړي څو هغوی قانع کړي چې له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

ایکسپریس ټریبیون په خپل راپور کې ویلي، چې چین په تېرو وختونو کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د ټي ټي پي په اړه د منځګړیتوب هڅه وکړه، خو دا هڅې ناکامې شوې.

خو پاکستان په دې باور دی چې چین لا هم پر طالبانو لاس لري او کولای شي چې پر کابل فشار راوړي چې د اسلام اباد اندېښنې حل کړي.

پاکستان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته په ترهګریزو بریدونو کې زیاتوالی لیدلی دی.

اسلام اباد په پیل کې د طالبانو په راتګ خوښ و، ځکه فکر یې کاوه چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد ونه کارول شي. خو د تمې برعکس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو بریدونه او خوځښتونه زیات شول.

د افغان طالبانو له خوا د پاکستان د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د عمل نه کولو انکار دوه اړخیزې اړیکې دومره کمزورې کړې چې د دواړو خواوو اړیکې اوس په محدودو تماسونو پورې تړلې دي.

پاکستان څرګنده کړې، چې په دوه اړخیزو همکاریو کې هر ډول پرمختګ د ترهګرو د پټنځایونو پر وړاندې د طالبانو له خوا پرېکنده او د تایید وړ اقدام پورې اړه لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي