د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقي د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې له مشرې ډاکترې حنا حسن بلخی سره وکتل او د افغانستان د روغتیا په برخه کې یې د دغه سازمان د مرستو غوښتنه وکړه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي تې مېرمن حنا حسن بلخي سره وکتل.
متقي په دې غونډه کې وويل چې په افغانستان کې د څلورو لسيزو جګړو له امله د افغانستان زيات شمېر اتباع له روغتيايي خدمتونو بې برخې شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د روغتیا د نړیوال سازمان له مسوولینو وغوښتل چې د افغانستان له روغتیايي مرکزونو سره د روغتیايي سیستم په تجهیز او پیاوړتیا کې مرسته وکړي، څو افغانان د روغتیا له پلوه پر ځان بسیا شي.
نوموړي دغه راز له مېرمن بلخي څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د پوليو او نورو ناروغيو د معاينې مرکز جوړ او فعال کړي. مېرمن حنان بلخي په دې کتنه کې ډاډ ورکړ چې د افغانستان د داخلي روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا او تجهیز په برخه کې به له نږدې کار وکړي.
د یادولو وړ ده چې طالبانو ته د افغانستان د تسلیمیدو او په ټول هیواد کې د څه باندې ۳۵۰۰ روغتونونو په تړل کیدو سره د افغانستان روغتیایی سیستم په ټپه ولاړ دی.
جمهورخبري آژانس