د طالبانو د ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، اسلامي امارت له تاجیکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په دې وروستیو کې د دواړو لورو ترمنځ تګ راتګ هم شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فطرت ویلي، وروستي تګ راتګ ته په کتو، له دوشنبې سره د اړیکو پرمختګ ته هیلې شته.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان د تاجیکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. تاجیکستان زموږ یو مسلمان او ګاوندی هېواد دی، موږ ورسره د ښې اړیکو غوښتونکي یو، په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تګ راتګ شوی چې، هیله ده په راتلونکي کې پرمختګونه هم ولرو.
تاجکستان د افغانستان هغه ګاونډی دی چې، د ځينو نورو ګاونډیو پرتله یې له طالبانو سره دومره اړیکې نهدي لرلې.
جمهورخبري آژانس