د طالبانو د ډلې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې دغې ډلې د عبدالله بن مسعود د روزنې د قوماندانۍ د اکمالاتي ټانک په سلګونو پوځي وسایط په مختلفو ډولونو ترمیم کړي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هېواد د ملي دفاع وزارت، چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده، نن دوشنبه (د لړم ۲۸ مه) اعلان وکړ، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د عبدالله بن مسعود د ګډې روزنیزې قوماندانۍ د کارکوونکو… کنډک د ۴۹۴ عرادې موټرو په اساسي ډول ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي دي.
طالبانو ویلي، چې په دغو موټرو کې ۳۶۹ رینجر موټر، ۱۰ هاموي موټر، ۳۱ نړیوال منځني موټر، ۱۷ هندي ډوله کسټر موټر، ۶ بلیو برډ موټر، ۵ بوبکاټ موټر، ۱ کرینګ موټر، ۲۵ فورډ موټر، ۴ مېز ۵۰۰ موټر او همدارنګه ۲۶ نور پوځي وسایط شامل دي.
د یادولو وړ ده چې د اشرف غني احمدزي د فاشیست او جنایتکارې ډلې لخوا طالبانو ته د تسلیمیدو سره سم د ۸۰ ملیاردو ډالرو نه زیات پوځي تجهیزات د طالبانو ډلې ته پاتې دي.
جمهورخبري آژآنس