د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، فرانسې له افغانستانه سره ۳ اعشاریه ۳ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خوړو نړۍوال پروګرام مسوولین وایي، دغه مرستې به له زده کوونکو، امیندواره ښځو او ماشومانو د ملاتړ په برخو کې ولګول شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د عامه اړیکو مسوول ضیاءالدین صافي وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام د فرانسې له دولته په ښوونځیو کې د تغذیې او افغانستان کې د خوارځواکۍ مخنیوي خدمتونو لپاره د ۳ میلیونه یورو لاسته راوړلو مننه کوي.
دی زیاتوي، دغه پیسې به د خوړو نړۍوال پروګرام سره مرسته وکړي چې، ۷۰ زره امیندوارو او شیدې ورکوونکو مېندو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره ځانګړي خواړه برابر کړي او څه باندې ۵۰ زره زده کوونکو ته غني شوي بیسکویټ او نباتي غوړي و وېشي.
جمهورخبري آژانس