۰

څلوېښت زره قیراطه زمرد په ۱۲ داوطلبیو کې پلورل شوي

دوشنبه ۲۸ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۴
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د روان هجري- لمریز کال له پیله تر اوسه په ۱۲ داوطلبیو کې ۴۰ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
څلوېښت زره قیراطه زمرد په ۱۲ داوطلبیو کې پلورل شوي
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د روان هجري- لمریز کال له پیله تر اوسه په ۱۲ داوطلبیو کې ۴۰ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند د دومره زمردو ارزښت څه باندې یو میلیون او ۸۰۰ زره ډالره بولي او همداراز د داوطلبۍ په بهیر کې له روڼتیا هم ډاډ ورکوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان و ویل:  «له ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل راهیسې، په ۱۲ داوطلبیو کې ۴۰ زره قیراطه زمرد، چې په قانوني توګه استخراج شوي وو، پلورل شوي دي.

د پلورل شويو زمردو ارزښت شاوخوا یو اعشاریه اته نیم میلیونه امریکایي ډالر اټکل شوی دی.

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د افغانستان زمرد په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ارزښت لري او د  هغو د بیې د لوړېدو لپاره طالبان باید د پروسس د فابریکو د جوړولو تر څنګ د بازار موندنې برخې ته هم پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي