د طالبانو ډلې د شهیدانو او معلولینو وزارت اعلان کړی چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته یې د پنځو میاشتو معاشونه ورکړي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند مفتي فیصل خموش نن یکشنبې (د لړم ۲۷) د هېواد د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د ۵ میاشتو معاشونو د ورکړې اعلان وکړ.
نوموړي وويل چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د دغه وزارت د پلان پر بنسټ په تېرو پنځو مياشتو کې لس ميليارده او ٤٠٩ ميليونه افغانۍ د بانکي سيسټم له لارې د شهيدانو کورنيو او معلولينو او د ښځو کونډو ته انتقال کړي دي.
د طالبانو ډله وايي چې دا لړۍ لا هم روانه ده.
جمهورخبري آژانس