د افغانستان کرکټ لوبډله به سبا د درې اړخیزو سیالیو په دوام کې د متحده عربي اماراتو له کرکټ سره سیالي وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله به د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۸ مه) د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره، چې د دې سیالیو کوربه ده، لوبه کوي.
په همدې حال کې افغانستان پرون (شنبه، د لړم ۲۶) د پاکستان لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په دې درې اړخیزه ټورنمنټ کې به هره لوبډله له یو بل سره سیالي کوي او دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶ مه فاینل لوبه کوي.
له دغو سیالیو وروسته به افغان لوبډله د نولس کلنو اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي، چې د نومبر په ۲۹مه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.
جمهورخبري آژآنس