د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، د طالبانو د په رسمیت پېژندنې مسأله په ټولنه کې د ښځو په ګډون پورې مشروطه ګڼي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېدانت پټېل دلته د یو شمېر خبریالانو په حضور کې وایي تر هغه وخته چې د افغانستان سرپرست حکومت د دغه هېواد نیمایي وګړي د ټولنې له بشپړ ګډونه محرومه ساتلي وي، د نړیوالې ټولنې له لوري به یې د رسمیت پېژندنې غوښتنه پوره نه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، وېدانت پټیل ویلي، تر هغه وخته چې طالبان په ټولنه کې د خپل ۵۰ سلنه نفوس د بشپړ ادغام مخه ونیسي، په یقین سره نه شي کولای هغې نړیوالې پېژندنې ته ورسېږي، چې غواړي یې.
اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تل یې ټینګار کړی چې د ښځو حقونه د اسلامي قوانینو په اډانه کې خوندي دي او نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
جمهورخبري آژانس